ایا پوهیږې دیشاني څوک ده؟


Dishani Chakraborty
Dishani Chakraborty

ایا پوهیږې دیشاني څوک ده؟

دیشاني په انسټګرام کې ۷۰ زره فالورز لري. هغه چې په یوې فلمي کورنۍ کې لویه شوې، د فلمونو ډېر زیات شوق لري. هغه د سلمان خان مینواله ده. د راپورونو پر اساس، دیشاني په نیویارک کې د تمثیل په کورس کې داخله اخیستې او غواړي یوازې او یوازې د تمثیل په برخه کې خپل کریر جوړ کړي.

د بالي ووډ سینما د (ډسکو ډانسر) میتون چکرورتي په اړه خلک په ډېر څه پوهېږي، خو خلک د هغه د کورنۍ په اړه په ډېر څه نه پوهېږي. په ځانګړې توګه د هغه د لورګانو دیشاني او مېموه نه پرته د هغه د دوه نورو لورګانو په اړه چاته پوره معلومات نشته. میتون چکرورتي په )۱۹۸۲( کال له اداکارې یوګیتا بالي سره واده کړی و، چې له هغې نه یې درې زامن وزېږېدل.

دیشاني د میتون خپله لور نه ده، بلکې په ډېران کې یې موندلې وه

ډېر کم خلک په دې پوهېږي، چې میتون دیشاني پیدا کړې وه. ویل کېږي چې دیشاني کوچنۍ وه، د هغې خپل مور و پلار هغه په ډېران باندې غورځولې وه. کله چې څو تنه د ډېران په خوا کې تېرېدل، د یوه ماشوم ژړا یې واورېده، چې بیا یې ماشوم راپورته کړ او له ځان سره یې وېوړه.

د دې ماشومې په اړه په دوهمه ورځ په ورځپاڼه کې اعلان خپور شو او کله چې میتون خبر شو، هغه وغوښتل چې دا ماشوم وساتي، نو یې په دې اړه له خپلې مېرمنې یوګیتا بالي سره خبرې وکړې. یوګیتا هم سمدستي وروسره ومنله او د دولتي کاغذونو له لاسلیکولو وروسته یې کوچنۍ ماشومه خپل کور ته یوړه.

تر هغې وروسته میتون او مېرمنې یې د کوچنۍ ماشومې پالنه لکه د خپلې لور غوندې وکړه. وروسته چې لویه شوه، هغې به د خپلو درې ورونو هم ډېر خیال ساته. دیشاني خپلې زده کړې په نیویارک کې کړې دي. هغه اوس ستره شوې ده او په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالیت کوي.



0 التعليقات:

إرسال تعليق