ایا پوهیږې چې نجیبه څو کلنه ده او ولې یې تر اوسه واده نه ده کړی؟


Najiba Faiz
Najiba Faiz

په افغانستان کې تر ټولو ښايسته او تر ټولو د زيات عمر مجرده نجيبه فېض ده

مشهوره افغان هنرمنده نجيبه فېض چې په افغانستان او پاکستان کې د هنر مشهور نوم دى، په ډېرو اردو او پښتو سريالونو کې يې کار کړى دى او همدا راز په افغانستان کې يې د ډېرو مشهورو خپرونو کوربه توب هم کړى دى.

نجيبه فېض وايي، چې دا زموږ دنده نه ده چې د خلکو ستونزې ورسمې کړو، خلک بدل کړو او يا هم د خلکو په اړه قضاوت وکړو.

نوموړې په خپل يو تازه پوسټ کې، چې خپل ځينې عکسونه يې هم ورسره خپاره کړي دي، ليکلي دي چې دا زموږ دنده نه ده چې د خلکو ستونزې ورسمې کړو، په خلکو کې د بدلون راوستلو هڅه وکړو او يا هم د خلکو په اړه قضاوت وکړو.



هغه وايي، چې زموږ دنده دا ده چې د خلکو سره مينه وکړو او هر څه الله ته پرېږدو.

نجيبه فېض چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله ده، هره ورځ خپل عکسونه خپروي او همدا راز بېلا بېل پوسټونه هم کوي، د هغې په دې پوسټ او عکسونو هم خلکو بېلا بېلې تبصرې ليکلې دي او ډېرى خلکو يې دا عکسونه خوښ کړي هم دي.

د خان زمان په نوم يو کس نجيبې ته ليکلي دي: ((زنده باد زه وياړم په تاسو او حېران يم چې د دې دومره بې غېرتو خبرې څنګه زغمې، ته ډېره قوي مېرمن يې.))



د سردار ولي په نوم يو بل کس ليکلي دي: ((زه فکر کوم دا به ډېره ګرانه وي چې د افغانانو فکرونه او قضاوتونه دې د مينې په لار باندې بدل شي، تر څو چې موږ يووالى نه وي راوستى موږ نه شو بريالي کېداى.))

د مريم افغانۍ په نوم يوې نجلۍ نجيبې ته ليکلي دي: ((په افغانستان کې تر ټولو ښکلې پېغله تاسو ياست او تر ټولو غټه مجرده پېغله هم تاسو ياست، چې د ٤٠ کلونو يې خو تراوسه دې واده نه دى کړى.))

د خېرالله په نوم يو کس ليکلي دي: ((زه بس همدا يو سوال لرم چې تاسو چيشى خورئ، چې داسې ياست. مثلاً زه لس کاله کېږي تا پېژنم خو څه تغيرات نشته، لامل يې؟))


0 التعليقات:

إرسال تعليق