افغانستان په نړۍ کې یو ترټولو ننګونکی ځای دی د ښځو
لپاره:
ډیری
میرمنې د امیندوارۍ او ماشوم زیږون کې مړه کیږي
پینځه اتیا سلنه میرمنې رسمي زده کړې نه لري او نالوستې دي.
د
ښځینه دریمې کچې زده کونکي د یوې برخې د سلنې په توګه: 18.0سلنه دی
د
هرې ښځې لپاره ژوندی زیږونونه (چې بچیان یې د زیږون پر وخت پاتې شي) - په اوسط ډول
6 دي
له
10 څخه 1 ماشومان د پنځم کلیزې څخه دمخه مړه کیږي.
"د ښځو لپاره ترټولو غوره او
خراب ځایونه"
په
2011 کې نیوز ویک / ډیلي بیست د 165 هیوادونو لپاره د معلوماتو ډیټا پوائنټونه
تحلیل کړي وو ترڅو مشخص کړي چې کوم هیوادونه ښځو ته خورا پراخه حقوق او د ژوند
غوره کیفیت وړاندې کوي.
دا لاندې د افغانستان پایلې دي:
نمره:
164 (له 165 څخه) - افغانستان
عمومي
سکور (له 100 څخه ): 2.0
عدالت:
8.4
روغتیا:
2.0
تعلیم:
41.1
اقتصاد:
55.3
سیاست:
16.6
دا د خپل ګاونډي هېواد سره پرتله کړئ
..
سکور،
125. ، ایران
عمومي
سکور (د 100 څخه): 50.1
عدالت:
54.9
روغتیا:
77.9
تعلیم:
76.8
اقتصاد:
62.2
سیاست:
12.1
څه شی د افغان میرمنو لپاره د ورته
ستونزو لامل کیږي؟
د ماشوم واده:
له 50٪
څخه ډیرې انجونې د 12 کلنۍ په عمر واده شوي او یا کوژدې شوي دي.
نږدې
60٪ انجونې د 16 کلنۍ کې واده شوې دي. ښځینه فعالانې وایی چې په غریب کلیوالي
سیمو کې تر80 فیصده ودونه یا خو اجباري یا تنظیم شوي دي.
ډیری
انجونې د ډیر عمر لرونکي سړو سره واده کوي - ځینې سړي 60 کلن وي - د دوی په واده
کې د لومړي ځل لپاره سره لیدل کیږي د واده نه مخکې سره یو بل نه پیژني.
د
درې لسیزو جګړو څخه د امنیت نشتون ، او د تښتونې او جنسي تیري خطر ، ډیری کورنۍ دې
ته اړ کړې چې خپلې ځوانې لوڼې په زوره واده کولو ته اړ کړي.
ځینې
نجونې د پور بیرته ورکولو یا شخړې هوارولو لپاره ودونو ته مخه کوي. او پراخه غربت
لاهم ډیری والدین دې ته اړ باسي چې خپلې لوڼې واده کړي ترڅو د دوی پاملرنې لګښت
څخه مخنیوی وشي. زاړه ، بډایه (مالدار) میړه به د یوې انجلۍ لپاره د ناوې لوی پیسې
ورکړي.
د ماشوم ودونو اغیزې نشي کم کیدی.
واده
شوې انجونې خپلې زده کړې ته دوام نه ورکوي او نالوستې پاتې کیږي.
دوی
ماشومان لري پداسې حال کې چې لاهم خپله ځوانانې دي ، روغتیایی ستونزې زیاتوي او د
ځان او ماشومانو لپاره د مرګ خطر لري (دا خطر د امیندوارۍ څخه تر ماشوم پیدا کېدو
پورې دی، د مړینې خطر د 14 کلونو کم عمر انجونو لپاره د زیږون خطر د لویانو میرمنو
په پرتله پنځه چنده لوړ دی).
په
کابل کې ، دا غیر معمولي ندي چې ځوانې انجونې په روغتون کې د واده وروسته
سمدلاسه د داخلي ناروغیو په حالت کې د جدي فزیکي ټپونو - اوښکې او د ډیرې وینې
تویدو - او رواني صدمې له امله په روغتون کې بستر شي. ځواني میرمنې هم په کورنۍ کې
ټیټ حیثیت لري او احتمال لري د میړونو او / یا خسرګنۍ لخوا ناوړه ګټه پورته شي.
د زده کړې نشتوالی:
یوازې٪ 40 افغان انجونې لومړني
(ابتدایي) ښوونځي ته ځي ، او په هرو 20 انجونو کې یوه له شپږم ټولګي څخه
هاخوا (متوسطه) ښوونځي ته ځي.
دلته
د انجونو په پرتله شاوخوا درې ځله ډیر هلکان ښوونځي ته ځي.
ډیری
افغانې کورنۍ به یوازې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې کور ته نږدې ټولو انجونو سره
ښوونځیو ته لاړ شي او ډیر لږ داسې ښوونځي شتون لري چې کورونو ته نژدې وي. نورې
کورنۍ پدې باور دي چې د انجونو لپاره تعلیم ضروري نه ده. د انجونو ښوونځي سوځول
شوي ، په سلګونو ښوونکي چې انجونو ته روزنه ورکوي ګواښول شوي یا وژل شوي ، او
انجونې او ښوونځي ته د تګ یا تګ راتګ پرمهال جسمي زیان رسیدلي دي.
د کونډو لپاره یو څه اختیارونه:
افغانستان 1.5. ملیونه کونډې
دي ، چې په نړۍ کې ترټولو لوړه کچه ده.
ډیری
نارینه په وسله والو نښتو کې وژل شوي ، او د زړو میړونو احتمال شتون لري چۍ د خپل
ماشومې (کم عمر) ناوې په پرتله ژر مړ شي.
د
یوې افغان کونډې اوسط عمر 35 دی ، او 94٪ یې نالوستي دي. د دوی ډیری یې د له څلور
څخه ډیر ماشومان لري چې پالنه یی ددوی پر غاړه ده.
پداسې
حال کې چې د ماشومانو سره ډیری کونډې د میړه کورنۍ لخوا د دوی پاملرنې ته دوام
ورکوي (د مړ میړه ژوندي پاته وروڼو سره واده عام دی یعنې لیورونو سره) ، دا تل
امکان نلري. د نارینه محافظت پرته کونډې یو څو اختیارونه لري او ډیری یې د سوال
کولو یا د فحشا په ښکیلولو مجبور دي.