‏إظهار الرسائل ذات التسميات LIFESTYLE. إظهار كافة الرسائل
‏إظهار الرسائل ذات التسميات LIFESTYLE. إظهار كافة الرسائل

 

نجیبه فېض وایي چې مریم سما یوه ښه رهبره او د ښځو غوره استازېتوب کوي

Najiba Faiz And Maryam Sama


نوموتې اداکارې او د تلویزیوني خپرونو چلوونکې نجیبه فېض په خپله فېسبوک پاڼه کې د ولسي جرګې له غړې مریم سما  سره خپل ګډ عکسونه خپاره کړي دي او په پوسټ کې یې د مریم سما ډېرې ستاینې هم کړې دي.

اداکارې نجیبه فېض له مریم سما سره اخیستي ګډ عکسونه په خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي دي او ورسره یې لیکلي دي، چې نن مې له خپلې خوږې ملګرې او خور مریم سما سره ولیدل.

نجیبه فیض پاڼه دلته کتلی شې

نجیبه فېض د مریم سما ستاینه کوي او په خپل پوسټ کې لیکي، چې هغې د یوې ژورنالېستې او د خپرونو د ویاندې په حیث وکولی شوای، چې په زرګونو زړونه وګټي او د ملت کور (ولسي جرګې) ته بریالۍ شي.

اغلې فېض زیاتوي، چې مریم سما اوس مهال په سیاست کې خپل بخت ازمايي او زه باور لرم، چې هغه به په دې برخه کې هم خپل غوره او پیاوړی شخصیت وښيي او همداسې سپېڅلې، صادقه، جلوګره او زړه راښکونکې به اوسي.

نجیفه فېض په خپل پوسټ کې دا هم لیکي، چې مریم سما د کار او خدمت لپاره ډېره انرژي لري او زه چې کله هم له هغې سره ناسته یم او نظرونه مې ورسره تبادله کړي دي، دا مې احساس کړې ده، چې هغه یوه پیاوړې جینۍ ده.

اداکاره نجیبه فېض د مریم سما د سیاست په اړه هم په خپل پوسټ کې یادونه کوي او لیکي، چې هغه د ولسي جرګې په غونډو کې هم مثبتې مشورې وړاندې کوي او د یوې ښې رهبرې دنده پر مخ وړي.


نجیبې د خپل پوسټ په پای کې لیکلي دي: ((مریم سما د مېرمنو روښانه څېره ده او د یوې غوره استازې په توګه کولی شي، چې په مناسب ډول د افغانانو ستونزې په ډاګه کړي. زه په راتلونکې کې هغې ته د نورو بریاوو هیله کوم.))

 نجيبه فېض چې د هېواد تاريخي ولايت باميانو ته تللې ده او هلته د بودا نندارې ته هم ورغلې ده، په خپله فېسبوک پاڼه کې يې يو شمېر عکسونه خپاره کړي دي.

Najiba Faiz Bamyan

نوموړی وايي، چې زما ژوند ستاسې د چايو پياله نه ده، دا زما ژوند دى او زما خوښه ده چې هر څنګه يې ترسره کوم.

نوموړي له يادو عکسونو سره ليکلي دي، چې د هغې ژوند، د هغې اصول او د هغې رويه هر څه په هغې پورې تړاو لري.


نجيبه فېض ليکي، چې زما هر څه زما په خوشحالۍ او زما په ارمانونو پورې تړلي دي، زما ژوند ستاسې د چايو پياله نه ده، چې ستاسې په خوښه دې ترسره شي.


نجيبه فېض چې د پښتو او اردو سريالونو نوموتې هنرمنده ده، په اصل کې د کندوز ولايت اوسېدونکې ده، خو ډېره موده يې په پاکستان کې تېره کړې ده او له کلونو راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو ټلويزيونونو کې د خپرونو کوربه توب هم کوي.

نجيبه فېض اوسمهال په يو خصوصي ټلويزيون کې د بنډار له نجيبې سره په نوم خپرونه پر مخ وړي، چې ياده خپرونه يې ډېر مينه وال لري.

هغه څه وخت مخکې خپل پلرني ولايت کندوز ته هم تللې وه او هغه مهال يې په خپل فېسبوک کې ليکلي و، چې د هغې ټول ارمانونه پوره شوي دي او که مړه شي نو څه به وشي.


څه ورځې مخکې په خپل يو بل پوسټ کې بيا نجيبې دا هم ليکلي و، چې د دوبۍ په سره اوړي کې يې د افغانستان د سولې لپاره روژې نيولې دي، ځکه يوازينى ارمان چې يې پاتې دى، هغه په هېواد کې د سولې راتلل دي او غواړي چې دا ارمان يې هم په ژوندوني پوره شي.



 

نجیبه فيض: ځلا ځاځۍ راته ګرانه ده، خدای دې داسې نجونې ډېرې کړي

Najiba And Zala Zazai

نوموتې اداکارې او د تلویزیوني خپرونو چلوونکې نجیبه فیض په فېسبوک کې په یوه پوسټ کې د ځلا ځاځۍ ستاینه کړې ده او دعا یې کړې ده، چې خدای دې دا ډول نجونې نورې پیدا کړي.

نجیبه فیض په خپله فېسبوک پاڼه کې د خوست د جنايي جرمونو پر ضد د مبارې د مدیریت د دفتر د آمرې ځلا ځاځۍ عکس خپور کړی دی او ورسره لیکلي یې دي، چې ځلا ځاځۍ راباندې ګرانه ده، ځکه چې هم د ټولنې له ناخوالو سره مبارزه کوي او هم له جنايي جرمونو سره.

نجیبې په خپل پوسټ کې د ځلا ځاځۍ د ستاینې تر څنګ هیله ښودلې ده او دعا یې کړې ده، چې خدای دې د ځلا ځاځۍ غوندې مېړنۍ او مبارې نجونې نورې هم زیاتې کړي. هغې لیکلي دي: ((دا پولیس افسره راته ګرانه ده، ځکه هم د ټولنې له ناخوالو سره مبارزه کوي او د جنايي جرمونو سره. دا وګړي ډېر کړې خدایه! لویه خدایه؛ لویه خدایه!))


ځلا ځاځۍ چې د خپلو لنډو ویښتانو له کبله یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د توجه وړ ګرځېدلې ده، د ټولنیزو رسنیو نیمايي افغان کاروونکي د هغې ستاینه کوي او د هغې سټایل، لباس او کړه وړه د هغې شخصي کارونه یادوي او دا ښه کار نه ګڼي، چې څوک دې د هغې شخصیاتو ته ګوته ونیسي.

بل خوا بیا ګڼ کسان په ځلا ځاځۍ توندې نیوکې کوي او لیکي، چې ځلا ځاځۍ د افغاني کلتور او ارزښتونو خلاف عمل کوي او تر دندې یې سټایل او شخصي کارونو ته توجه ډېره ده.

د یادونې وړ ده، چې ځلا ځاځۍ هم په فېسبوک کې په خپل اکونټ کې لیکلي دي، چې زما شخصي کارونه په ما پورې اړه لري او نور خلک دا حق نه لري، چې زما په شخصي او کورني ژوند کې لاسوهنه وکړي یا ورته ګوته ونیسي، زه چې څه کوم، زما خپل زړه، خپله خوښه او خپل حق دی.


 

بختیار خټک او هارون باچا هم افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه


Afghan Independent

د پښتونخوا پېښور نوموتو او مخکښو سندرغاړو بختیار خټک او هارن باچا هم ټولو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې ده او په دې مناسبت یې د افغانستان له بېرغ سره اخیستي خپل عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

نوموتي سندرغاړي بختیار خټک هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په خپله فېسبوک پاڼه کې خپل یو عکس خپور کړی دی، چې په عکس کې نوموړي د افغانستان د ملي بېرغ په رنګ لونګۍ پر سر کړې ده او په څنګ کې یې د افغانستان درې رنګه بېرغ هم ايښی دی.

سندرغاړي بختیار خټک په خپل پوسټ کې ټول افغان ملت ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې ده، چې د هغه مینوالو هم بېرته په کمېنټونو کې ده ته مبارکي لیکلې ده او ډېره خوښي یې ښودلې ده، چې هغه په پاکستان غوندې یو هېواد کې هم د خپل لوی افغان وطن سره مينه ښيي او ملي ورځې یې نمانځي.

Bakhtyar Khatak


سندرغاړي هارون باچا خپل هغه عکس خپور کړی دی، چې څو کاله مخکې يې په کابل کې اخیستی و، چې په عکس کې نوموړی د افغانستان د بېرغ په رنګ جوړه ګوډۍ الوزوي. هغه خپل یاد عکس پر فېسبوک سربېره په انسټګرام کې هم خپور کړی دی او په کېپشن کې یې ورسره لیکلي دي: (( سوله او خپلواکي)).

د هارون باچا یاد عکس د هغه مینوالو ډېر زیات خوښ کړی دی او هغه یې ستایلی دی، چې افغان پلوی دی او هر وخت یې د لوی افغانستان لپاره سندرې ویلې دي.

Haroon Bacha


د یادونې وړ ده، چې پر هارون باچا او بختیار خټک سربېره، خوږ ژبې سندرغاړې شکیلا ناز چې په پېښور کې ژوند کوي، هم د افغانستان د جشن په نمانځلو کې برخه اخیستې وه او په همدې موخه کابل ته راغلې وه، چې په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایت کې یې خلکو ډېر درناوی هم وکړ او افغانستان ته د هغې د راتګ له امله یې له هغې نه ډېره مننه هم وکړه.


Afghan Girls
 

افغانستان: انجونې د تعلیم لپاره مبارزه

(کابل) - د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې د مرسته کونکو هڅې چې له 2001 راهیسې د انجونو د تعلیم لپاره دي په تیرو کلونو کې د پام وړ ټیټ شوي ، د بشري حقونو د څار ډلې نن په خپور شوي نوي راپور کې ویلي دي. په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې نظامي مداخلې څخه 16 کاله وروسته چې طالبان له واکه وغورځول شول ، اټکل شوې دوه پر درې برخه انجونې ښونځي ته نه ځي.


"د افغانستان حکومت او ډونرانو(مرستندوی) په 2001 کال کې ټولې انجونې زده کړې ته درول شوې ژمنې وکړې ، خو ناامني ، بېوزلي او بې ځایه کیدنې اوس ډیری انجونې له ښوونځي وتلي دي." "حکومت نوي تمرکز ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې انجونې ښوونځی لري چې پکې ګډون وکړي یا دا لاسته راوړنې له لاسه ورکړي."

Afghan Girls

د 132 پاڼو راپور ، "زه به ډاکټر نه شم او یوه ورځ به تاسو ناروغ شئ: په افغانستان کې تعلیم ته د انجونو لاسرسی ،" څرنګه چې په هیواد کې امنیت خرابیږي او نړیوال ډونرانو له افغانستان څخه د جلا کیدو څرنګوالی په ګوته کوي. ښوونځیو ته د انجونو د ورتګ په لاره کې ودریده. دا په کابل ، کندهار ، بلخ ، او ننګرهار ولایتونو کې د 249 مرکو پراساس دي چې ډیری یې د 11 څخه تر 18 پورې انجونې دي چې نشي کولی خپلې زده کړې بشپړ کړي.


د افغانستان حکومت د انجونو لپاره په ابتدايي او ثانوي برخو کې د هلکانو په پرتله لږ ښوونځي چمتو کوي. د هیواد په نیمایي ولایتونو کې ، له 20٪ څخه لږ ښوونکي ښځینه دي - د ډیری نجونو لپاره لوی خنډ دی چې کورنۍ به یې د سړي لخوا ښوونه ونه منل شي ، په ځانګړي توګه کله چې دوی لوی شي. ډیری زده کونکي د ښوونځي څخه ډیر لرې د زده کړې لپاره ژوند کوي ، کوم چې په ځانګړي توګه انجونې اغیزه کوي. شاوخوا 41 سلنه ښوونځي ودانۍ نلري ، او ډیری یې د احاطې دیوالونه ، اوبه او تشنابونه نلري - غیر متناسب په انجونو اغیزه کوي.


 پنځلس کلنه خاطره ، د سمنګان ولایت په کلیوالي سیمو کې لویه شوې ، د بشري حقونو د څار ډلې ته یې وویل: "دا د نجونو نږدې ښوونځي ده چې بیا هم خورا لرې وه - دا په بل کلي کې و .... په خره يا اسونو باندې  به له سهار څخه تر غرمې پورې به هیله رسیده. "



 ستا په شتون کې دا ممکنه نه ده، چې څوک دې د ګل ستاینه وکړي

Gulpanra

ګل پاڼې له خپلو عکسونو سره په کېپشن کې لیکلي دي، چې ښکلا دا نه ده، چې تاسو کومې جامې اغوندئ، بلکې تاسو کې دننه چې کوم شخصیت دی، د هغه معنوي ښکلا ستاسو اصلي ښکلا ده.

نوموتې سندرغاړې ګل پاڼې په انسټګرام کې خپل نوي عکسونه خپاره کړي دي، چې مینوالو یې تود هرکلی کړی دی او د هغې ټول عکسونه یې ډېر زیات خوښ کړي دي.

سندرغاړې په خپلو نویو عکسونو کې د خوشحالۍ په موډ کې ښکاري، هغې توره جوړه اغوستې ده، چې د هغې ښایست یې یو په دوه کړی دی.

د ګل پاڼې په شتون کې د ګل صفت نشي کېدای

ګل پاڼې خپل عکسونه پر انسټګرام سربېره په فېسبوک کې هم خپاره کړي دي او همدا جملې یې ورسره لیکلې دي، کومې چې یې په انسټګرام کې د خپل پوسټ په کېپشن کې لیکلې دي.

هغې ته د هغې په پوسټ باندې په سلګونو کسانو تبصرې کړې دي او د هغې د طبیعي ښکلا او د جامو ډېر زیات صفتونه یې کړي دي.

د تبصره کوونکیو له ډلې د اندرشېر په نوم یوه کس هغې ته لیکلي دي، چې ستا په شتون کې دا ممکنه نه ده، چې څوک دې د ګل ستاینه وکړي.





Najiba Faiz
Najiba Faiz

په افغانستان کې تر ټولو ښايسته او تر ټولو د زيات عمر مجرده نجيبه فېض ده

مشهوره افغان هنرمنده نجيبه فېض چې په افغانستان او پاکستان کې د هنر مشهور نوم دى، په ډېرو اردو او پښتو سريالونو کې يې کار کړى دى او همدا راز په افغانستان کې يې د ډېرو مشهورو خپرونو کوربه توب هم کړى دى.

نجيبه فېض وايي، چې دا زموږ دنده نه ده چې د خلکو ستونزې ورسمې کړو، خلک بدل کړو او يا هم د خلکو په اړه قضاوت وکړو.

نوموړې په خپل يو تازه پوسټ کې، چې خپل ځينې عکسونه يې هم ورسره خپاره کړي دي، ليکلي دي چې دا زموږ دنده نه ده چې د خلکو ستونزې ورسمې کړو، په خلکو کې د بدلون راوستلو هڅه وکړو او يا هم د خلکو په اړه قضاوت وکړو.



هغه وايي، چې زموږ دنده دا ده چې د خلکو سره مينه وکړو او هر څه الله ته پرېږدو.

نجيبه فېض چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله ده، هره ورځ خپل عکسونه خپروي او همدا راز بېلا بېل پوسټونه هم کوي، د هغې په دې پوسټ او عکسونو هم خلکو بېلا بېلې تبصرې ليکلې دي او ډېرى خلکو يې دا عکسونه خوښ کړي هم دي.

د خان زمان په نوم يو کس نجيبې ته ليکلي دي: ((زنده باد زه وياړم په تاسو او حېران يم چې د دې دومره بې غېرتو خبرې څنګه زغمې، ته ډېره قوي مېرمن يې.))



د سردار ولي په نوم يو بل کس ليکلي دي: ((زه فکر کوم دا به ډېره ګرانه وي چې د افغانانو فکرونه او قضاوتونه دې د مينې په لار باندې بدل شي، تر څو چې موږ يووالى نه وي راوستى موږ نه شو بريالي کېداى.))

د مريم افغانۍ په نوم يوې نجلۍ نجيبې ته ليکلي دي: ((په افغانستان کې تر ټولو ښکلې پېغله تاسو ياست او تر ټولو غټه مجرده پېغله هم تاسو ياست، چې د ٤٠ کلونو يې خو تراوسه دې واده نه دى کړى.))

د خېرالله په نوم يو کس ليکلي دي: ((زه بس همدا يو سوال لرم چې تاسو چيشى خورئ، چې داسې ياست. مثلاً زه لس کاله کېږي تا پېژنم خو څه تغيرات نشته، لامل يې؟))



Dishani Chakraborty
Dishani Chakraborty

ایا پوهیږې دیشاني څوک ده؟

دیشاني په انسټګرام کې ۷۰ زره فالورز لري. هغه چې په یوې فلمي کورنۍ کې لویه شوې، د فلمونو ډېر زیات شوق لري. هغه د سلمان خان مینواله ده. د راپورونو پر اساس، دیشاني په نیویارک کې د تمثیل په کورس کې داخله اخیستې او غواړي یوازې او یوازې د تمثیل په برخه کې خپل کریر جوړ کړي.

د بالي ووډ سینما د (ډسکو ډانسر) میتون چکرورتي په اړه خلک په ډېر څه پوهېږي، خو خلک د هغه د کورنۍ په اړه په ډېر څه نه پوهېږي. په ځانګړې توګه د هغه د لورګانو دیشاني او مېموه نه پرته د هغه د دوه نورو لورګانو په اړه چاته پوره معلومات نشته. میتون چکرورتي په )۱۹۸۲( کال له اداکارې یوګیتا بالي سره واده کړی و، چې له هغې نه یې درې زامن وزېږېدل.

دیشاني د میتون خپله لور نه ده، بلکې په ډېران کې یې موندلې وه

ډېر کم خلک په دې پوهېږي، چې میتون دیشاني پیدا کړې وه. ویل کېږي چې دیشاني کوچنۍ وه، د هغې خپل مور و پلار هغه په ډېران باندې غورځولې وه. کله چې څو تنه د ډېران په خوا کې تېرېدل، د یوه ماشوم ژړا یې واورېده، چې بیا یې ماشوم راپورته کړ او له ځان سره یې وېوړه.

د دې ماشومې په اړه په دوهمه ورځ په ورځپاڼه کې اعلان خپور شو او کله چې میتون خبر شو، هغه وغوښتل چې دا ماشوم وساتي، نو یې په دې اړه له خپلې مېرمنې یوګیتا بالي سره خبرې وکړې. یوګیتا هم سمدستي وروسره ومنله او د دولتي کاغذونو له لاسلیکولو وروسته یې کوچنۍ ماشومه خپل کور ته یوړه.

تر هغې وروسته میتون او مېرمنې یې د کوچنۍ ماشومې پالنه لکه د خپلې لور غوندې وکړه. وروسته چې لویه شوه، هغې به د خپلو درې ورونو هم ډېر خیال ساته. دیشاني خپلې زده کړې په نیویارک کې کړې دي. هغه اوس ستره شوې ده او په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالیت کوي.




Zarine Khan

د هندۍ سينما نوموتې پښتنه هنرمنده زرين خان څوک ده؟

د هندي سينما نوموتې هنرمنده زرين خان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې د هغې نيکه د سوات په سيمه کې زېږېدلى و او د هند تر وېش مخکې هغه هند ته راغلى و.

نوموړې وايي، کله چې يې نيا ژوندۍ وه، نو په کور کې به يې پښتو هم ويل کېده، خو په وېنا يې، چې اوس د هغې يوازې د پښتو څو لفظونه زده دي.

نوموړې وايي، نيکه به مې راته د سوات په اړه ډېرې کيسې کولې، پخواني عکسونه يې هم راته ښودل، سوات مې په عکسونو کې ليدلى دى، ډېر ښايسته ځاى دى، خو اوس حالات داسې نه دي چې زه يې ليدو ته لاړه شم.

زرين خان وايي، که چېرته د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ښې شوې، نو هغه غواړي چې د خپل نيکه وطن سوات ته لاړه شي او دغه سيمه له نږدې څخه وګوري.

هغه وايي، چې زموږ مورنۍ ژبه پښتو ژوندۍ ساتل ډېر مهم دي، خو زما يوازې څو لفظونه ياد دي. نوموړې وايي، چې زما نيا چې کله ژوندۍ وه نو په کور کې به مو پښتو ژبه ويل کېده، زموږ مشرانو به په خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو زما نه ده زده.

نوموړې وایي نيا چې مې ژوندۍ وه کور کې مو پښتو ويله، زما يوازې څو لفظونه ياد دي.


ښکلي مخونو ته کتل او د هغې روغتیایي ګټې او تاوان



ښکلي انجونو ته په کتلو کې د ارواح پوهانو بیلا بیل نظرونه


په کومو وختونو کې روغتیا ته ګټه رسوي او په کومو وختونو کې زیان رسوي.

د اسپانیا هېواد دوالنسیا پوهنتون څېړنکو په یوه نوې څېړنه کې جوته کړی چې ښکلو انجونو ته کتل د سړیو د زړه لپاره د سختو صدمو او ناروغیو د رامنځته کیدو لامل کیږي.
له یوې ښکلی انجلۍ سره مخامخ کیدل په سړیو کې د هورمونونو تولید دومره ډیروي چې ان زړه ته د زیان (تاوان) رسیدو لامل کیږي، سړی د زړه له برمه غورځوي او کیدای شي چې د ژور ډیپریشن سبب شي ددې تر څنګ د سړي نورمال (عادي) ژوند غیر نورمال کولی هم شي.

نوټ:
الله (ج) او رسول (ص) چې نن نه ۱۴۰۰ کاله مخکې دا خبره کړی ده چې پردو ښځو او انجونو ته مه ګورئ نو دوې په یوه بهانه او په بله بهانه د ښځو د ازادۍ تر عنوان لاندې ښځو ته رسیدل او د هغوې حق پیمالول د غربیانو او د نورو کفارو لوی هدف دی، نن چې پوه شول روغتیا ته زیان رسوي نو وی منله چې هو ښکلي مخونو ته کتل ښه نه دي هغه هم یو داسې رنګ یې ورته ورکړ چې ګویا دا زمږ تحقیق دی، نه دا ستاسو تحقیق نه دی دا د الله او د رسول وینا ده خو تاسو کور مغز یې چې اوس پدې خبره پوه شوی یاست،
تاسو غربیان او نور کفار بیا را ولاړیږی او اسلام او مسلمانانو ته سپک نظر کوی او دوی ته کور مغز وای؟ حالانکې له تاسو څخه مخکې اسلام پدې خبر ورکړی چې د پردیو مخونو ته کتل ناروا دي باید ونه ګورو.



What is Democracy

ډیموکراسي څه ده؟ 

د ډیموکراسۍ کلمه د یوناني ژبې څخه راځي او نږدې د "خلکو حاکمیت" معنی لري. د ډیموکراسۍ پورې اړوند مسلې د څو زره کلونو لپاره بحث شوي ، مګر هیڅ نړیوال تعریف شتون نلري د کوم لپاره چې دا ټول منل شوي.

یو دلیل یې دا دی چې ډیموکراسي تل پرمختګ کوي او بدلون مومي. مګر داسې ټکي هم شتون لري چې ډیری یې د ډیموکراسۍ سره موافق دي ، لکه د انسان ارزښت او مساوي حقونه ، د فکر آزادي ، د مطبوعاتو او بیان ازادي ، د قانون په وړاندې د انسانانو تر مینځ مساوات او آزاد انتخابات.


  

په یوه دموکراتیکه ټولنه کې چې عمومي او آزادې ټاکنې ولري ، هغه څوک چې د رایې حق لري کولی شي خپل باور لرونکي ګوند او سیاستمدارانو ته رایه ورکړي ترڅو دوی وکولی شي په ملي ، سیمه ایز او محلي پریکړو کې د خپلو موکلانو (هغه څوک چې وکیلام ټاکې)  نمایندګي وکړي. سیاستوال او ګوندونه چې خورا رایې ترلاسه کوي او اکثریت رایې ترلاسه کوي د پریکړو کولو ډیر ځواک لري.

ټاکل شوي سیاستوال د هغو خلکو نمایندګان دي چې دوی یې انتخاب کړي ، او له همدې امله د دیموکراسۍ دغه سیستم د نمایندګۍ په نوم یادیږي. د نن ورځې دموکراسي په نړۍ کې یو ګډ نمایندګۍ یو سیسټم دی چې موږ یې په سویډن کې کاروو.

 

که څه هم په ډیموکراتیکه ټولنه کې دا حق دی چې د اکثریت لخوا پریکړه وکړي ، د اقلیت ګروپ هم حقونه لري چې نشي کولی په اسانۍ سرغړونه ترې شي. په یوه دموکراتیکه ټولنه کې یو اساسی اصل دا دی چې ځواک (قدرت) د بشري حقونو په درناوي کارول شوی دی. د دې معنی دا ده چې پریکړه کونکي او واکمن کسان حق نلري هغه افراد او ډلې وټکوي چې مخالف نظریات لري. د ټولنې ټول غړي حق لري چې خپل نظر څرګند کړي.

 

عامه ټاکنې د خلکو لپاره ترټولو مهم وسیله ده چې د هیواد د پرمخ وړلو څرنګوالي باندې تاثیر کوي. په هیواد کې د دموکراسۍ د اغیزمن کیدو لپاره د خلکو شتون او ګډون خورا مهم دی. په عمومي ټاکنو کې د زیاتو خلکو برخه اخیستل دموکراسي پیاوړې کوي. د ملګرو او همکارانو سره په اتحادیو او سیاسي خبرو اترو کې د خلکو غړیتوب د دیموکراسۍ په ټینګولو کې هم مرسته کوي. د دې کار لپاره بله لاره دا ده چې له سیاست پوهانو سره مستقیم تماس ونیسي او شخصي نظرونه او نظریات څرګند کړي. په ټاکنو کې د خلکو پراخه ګډون به تضمین شي ځکه چې په هیواد کې اوسنۍ پالیسي همدا پالیسۍ ده چې اکثریت خلک یې غواړي.

 

مګر د دې لپاره چې یوه ټولنه ډیموکرات شي ، په عامو ټاکنو کې د خلکو یوازیني شتون کافي ندی. د دیموکراسۍ کار کولو لپاره ، د ټاکنو ترمینځ څه پیښیږي هم خورا مهم دي.

 

د دیموکراسۍ بل شرط درناوی دی. تاسو باید هغه څه واورئ چې نور یې باید ووایی او خپل نظر څرګند کړي. د خلکو لپاره دا خورا مهم دي چې احساس وکړي چې دوی د یو موثر ډیموکراتیک سیسټم پورې تړاو لري. دا هغه خلک دي چې د عمومي ټاکنو له لارې د ټولنې عمومي پالیسي ټاکي ، مګر دوی باید د دې وړ هم وي چې د دوی ورځني ژوند باندې تاثیر وکړي ، لکه ښوونځي ، کار ، ګاونډ او کورنۍ.

 

دا مهمه ده چې پخپله دموکراتیکه ټولنه کې د دموکراسۍ معنی بحث کړئ. د دې بحث ودرول ښیې چې ډیموکراسي اوس د ډیری خلکو لپاره مهم ندي ، او دا به د دموکراسۍ د ضعیف کیدو نښه وي.

 

دا پوښتنه چې ایا ډیموکراسي ښه ده له پیل راهیسې پیژندل شوې. داسې کسان شتون لري چې په دې باور دي چې دیموکراتیک سیسټمونه د دیموکراتیک سیسټمونو په څیر تل ګړندي او اغیزمن ندي ، او دوی باور لري چې دیموکراتیک سیسټمونه کولی شي په خپل سرعت کې ډیری پریکړې وکړي. په یوه آزاده ټولنه کې ، هرڅوک باید د دې توان ولري چې خپل نظر څرګند کړي او د موادو او رایې ورکولو سره اړوندو پریکړو ته ورسیږي. نو ځکه ، په خورا حساسو شرایطو کې ، حتی په ډیموکراتیکو سیسټمونو کې ، د سرعت او کیفیت ترلاسه کولو لپاره د ډیموکراسۍ اصول پریښودل کیدی شي. د بحران په وخت کې ، د ټولنې مشران ځینې وختونه اړتیا لري ګړندي پریکړې وکړي ترڅو وضعیت د خرابیدو مخه ونیسي.

 

د ډیموکراتیکو دولتونو ظلمونه او وژنې د ډیری خلکو بیلګې دي. په دیکتاتور رژیمونو کې ، خلک د دوی د نظر یا کوم ځانګړي ډلې پورې تړاو لرلو لپاره بندیان کیږي. تاریخ ښودلې چې ډیموکراتیک حکومتونه انفرادي ازادي او بشري حقونو ته د نورو په پرتله درناوی لري. او دا چې ډیموکراسي او سوله معمولا تر هغه وخته دوام لري چې د مختلفو هیوادونو خلک په اړیکه او تجارت کې وي.