د پښتونخوا دغو نوموتو سندرغاړو د افغانانو زړونه وګټل

 

بختیار خټک او هارون باچا هم افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه


Afghan Independent

د پښتونخوا پېښور نوموتو او مخکښو سندرغاړو بختیار خټک او هارن باچا هم ټولو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې ده او په دې مناسبت یې د افغانستان له بېرغ سره اخیستي خپل عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

نوموتي سندرغاړي بختیار خټک هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په خپله فېسبوک پاڼه کې خپل یو عکس خپور کړی دی، چې په عکس کې نوموړي د افغانستان د ملي بېرغ په رنګ لونګۍ پر سر کړې ده او په څنګ کې یې د افغانستان درې رنګه بېرغ هم ايښی دی.

سندرغاړي بختیار خټک په خپل پوسټ کې ټول افغان ملت ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې ده، چې د هغه مینوالو هم بېرته په کمېنټونو کې ده ته مبارکي لیکلې ده او ډېره خوښي یې ښودلې ده، چې هغه په پاکستان غوندې یو هېواد کې هم د خپل لوی افغان وطن سره مينه ښيي او ملي ورځې یې نمانځي.

Bakhtyar Khatak


سندرغاړي هارون باچا خپل هغه عکس خپور کړی دی، چې څو کاله مخکې يې په کابل کې اخیستی و، چې په عکس کې نوموړی د افغانستان د بېرغ په رنګ جوړه ګوډۍ الوزوي. هغه خپل یاد عکس پر فېسبوک سربېره په انسټګرام کې هم خپور کړی دی او په کېپشن کې یې ورسره لیکلي دي: (( سوله او خپلواکي)).

د هارون باچا یاد عکس د هغه مینوالو ډېر زیات خوښ کړی دی او هغه یې ستایلی دی، چې افغان پلوی دی او هر وخت یې د لوی افغانستان لپاره سندرې ویلې دي.

Haroon Bacha


د یادونې وړ ده، چې پر هارون باچا او بختیار خټک سربېره، خوږ ژبې سندرغاړې شکیلا ناز چې په پېښور کې ژوند کوي، هم د افغانستان د جشن په نمانځلو کې برخه اخیستې وه او په همدې موخه کابل ته راغلې وه، چې په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایت کې یې خلکو ډېر درناوی هم وکړ او افغانستان ته د هغې د راتګ له امله یې له هغې نه ډېره مننه هم وکړه.


0 التعليقات:

إرسال تعليق