نجيبه فېض چې د هېواد تاريخي ولايت باميانو ته تللې ده او هلته د بودا نندارې ته هم ورغلې ده، په خپله فېسبوک پاڼه کې يې يو شمېر عکسونه خپاره کړي دي.
نوموړی وايي، چې زما ژوند ستاسې د چايو پياله نه ده، دا زما ژوند دى او زما خوښه ده چې هر څنګه يې ترسره کوم.
نوموړي له يادو عکسونو سره ليکلي دي، چې د هغې ژوند، د هغې اصول او د هغې رويه هر څه په هغې پورې تړاو لري.
نجيبه فېض ليکي، چې زما هر څه زما په خوشحالۍ او زما په ارمانونو پورې تړلي دي، زما ژوند ستاسې د چايو پياله نه ده، چې ستاسې په خوښه دې ترسره شي.
نجيبه فېض چې د پښتو او اردو سريالونو نوموتې هنرمنده ده، په اصل کې د کندوز ولايت اوسېدونکې ده، خو ډېره موده يې په پاکستان کې تېره کړې ده او له کلونو راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو ټلويزيونونو کې د خپرونو کوربه توب هم کوي.
نجيبه فېض اوسمهال په يو خصوصي ټلويزيون کې د بنډار له نجيبې سره په نوم خپرونه پر مخ وړي، چې ياده خپرونه يې ډېر مينه وال لري.
هغه څه وخت مخکې خپل پلرني ولايت کندوز ته هم تللې وه او هغه مهال يې په خپل فېسبوک کې ليکلي و، چې د هغې ټول ارمانونه پوره شوي دي او که مړه شي نو څه به وشي.
څه ورځې مخکې په خپل يو بل پوسټ کې بيا نجيبې دا هم ليکلي و، چې د دوبۍ په سره اوړي کې يې د افغانستان د سولې لپاره روژې نيولې دي، ځکه يوازينى ارمان چې يې پاتې دى، هغه په هېواد کې د سولې راتلل دي او غواړي چې دا ارمان يې هم په ژوندوني پوره شي.
0 التعليقات:
إرسال تعليق