نجیبه فېض وایي چې مریم سما یوه ښه رهبره او د ښځو غوره استازېتوب کوي
نوموتې اداکارې او د تلویزیوني خپرونو چلوونکې نجیبه فېض په خپله فېسبوک پاڼه کې د ولسي جرګې له غړې مریم سما سره خپل ګډ عکسونه خپاره کړي دي او په پوسټ کې یې د مریم سما ډېرې ستاینې هم کړې دي.
اداکارې نجیبه فېض له مریم سما سره اخیستي ګډ عکسونه په خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي دي او ورسره یې لیکلي دي، چې نن مې له خپلې خوږې ملګرې او خور مریم سما سره ولیدل.
نجیبه فیض پاڼه دلته کتلی شې
نجیبه فېض د مریم سما ستاینه کوي او په خپل پوسټ کې لیکي، چې هغې د یوې ژورنالېستې او د خپرونو د ویاندې په حیث وکولی شوای، چې په زرګونو زړونه وګټي او د ملت کور (ولسي جرګې) ته بریالۍ شي.
اغلې فېض زیاتوي، چې مریم سما اوس مهال په سیاست کې خپل بخت ازمايي او زه باور لرم، چې هغه به په دې برخه کې هم خپل غوره او پیاوړی شخصیت وښيي او همداسې سپېڅلې، صادقه، جلوګره او زړه راښکونکې به اوسي.
اداکاره نجیبه فېض د مریم سما د سیاست په اړه هم په خپل پوسټ کې یادونه کوي او لیکي، چې هغه د ولسي جرګې په غونډو کې هم مثبتې مشورې وړاندې کوي او د یوې ښې رهبرې دنده پر مخ وړي.
نجیبې د خپل پوسټ په پای کې لیکلي دي: ((مریم سما د مېرمنو روښانه څېره ده او د یوې غوره استازې په توګه کولی شي، چې په مناسب ډول د افغانانو ستونزې په ډاګه کړي. زه په راتلونکې کې هغې ته د نورو بریاوو هیله کوم.))
0 التعليقات:
إرسال تعليق